کابل او تهران د «هر اړخیزو همکاریو» پر سند کار کوي

د ایران او افغانستان د بهرنیو چارو وزارتونو پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د "هر اړخیزو همکاریو"د سند پر نهايي کولو کار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون دوشنبه خپور شو، ویلي چې د دواړو هېوادونو له لوري ټاکل شویو پنځو کاري کمېټو د خبرو اول دور په تهران کې سرته ورساوه او دوهم دور یې په کابل کې روان دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو په سند کې پر درېیو مسئلو تمرکز شوی چې دفاعي او امنیتي همکارۍ، د اوبو وېش او د کډوالو چارې دي.