د سراییوو یوې محکمې د ۳ کسانو په قتل تورن ۵۰ کلن اوریچ ته برائت ورکړ

په سراییوو کې د جنګي جرایمو دولتي محکمې ۵۰ کلن اوریچ ته چې په ۱۹۹۲ کال کې په سربرنیڅا کې د ۳ تنو سرب جنګي اسیرانو په وژنه تورن و، برائت ورکړ.

له اوریچ سره د بوسنیا د پوځ یوه بل سرتېري صباح الدین موهیچ هم برائت واخېست.

د سراییوو د محکمې قاضي نن دوشنبه اعلان وکړ چې اوریچ او موهیچ د ژنیو له کنوانسیون څخه د سرغړونو له تورونو برائت اخېستی.

له دې اعلان سره د وژل شویو سربانو د کورنیو غړي د حکم په وړاندې د اعتراض په دود د محکمې له تالاره ووتل.

اوریچ ته ډېری بوسنیایان د ۱۹۹۲- ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ جګړه کې چې له سل زرو زیات کسان پکې ووژل شول، د مسلمانانو د دفاع په خاطر د خپل اتل په سترګه ګوري.

د بوسنیا د سرب ځواکونو په ۱۹۹۵ کال کې پر سربرنیڅا ولکه ټینګه کړه او له اتو زرو زیات مسلمانان یې ووژل.

دا قتل عام په اروپا کې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، تر ټولو ستر قساوت ګڼل کېږي.

د یوګوسلاویا د جرمونو نړیواله محکمه چې په هاګ ښار کې ده، په ۲۰۰۶ کال کې اوریچ، د سرب اسیرانو د وژنې او له هغو سره د ناوړه چلند په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر په دوه کاله بند

محکوم کړ، خو هغه له دې حکم سمدستي وروسته خوشې شو، ځکه چې د بند موده یې تېره کړې وه.

په ۲۰۰۸ کال کې د ملګروملتونو د استېناف محکمې دا حکم بیا فسخه کړ او اوریچ یې تورن اعلان کړ او بلګراد چې د محکمې له خوا نوموړي ته د برائت ورکولو له کبله ناراضه و، په ۱۹۹۲ کال کې سربرنیڅا ته نېږدې د ۹ سرب ملکي وګړو د وژنې په قضیه کې اوریچ تورن کړ او د هغه د نیولو نړیوال حکم یې خپور کړ.

په ۲۰۱۵ کال کې سویس د همدې حکم پربنسټ اوریچ ونیو، خو سربیا ته نه، بلکې بوسنیا ته یې د محاکمې لپاره وسپاره چې دې کار د بلګراد سخته غوسه وپاروله.

د اوریچ محاکمه د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ میاشت کې پیل شوه.

د پخوانۍ یوګوسلاویا کړکېچ په ۱۹۹۵ کال کې د متحدایالاتو په منځګړتوب د دېتون د تړون په نتیجه کې پای ته ورسید.

د دې موافقې له مخې، په بوسنیا کې یو فدرالي نظام چې یو له مسلمانانو او کرواتانو او بل له مسلمانانو، کرواتانو او اکثریت سربانو څخه جوړ فدراسیونونه دي، رامنځ ته شو.