د سولې عالي شورا: وسله والو مخالفینو ته د سولې شرایط برابر شوي

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر وایي، د دولت له وسله والو مخالفینو سره د تېر په نسبت، اوس د سولې د خبرو ښه شرایط برابر شوي دي.

محمد کریم خلیلي دا څرګندونې نن دوشنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې د مخالفینو په لیکو کې سوله غوښتونکي افراد هم شته.

هغه زیاته کړه افغانان سولې ته اړتیا لري او سولې ته هم په سیمه ییزه او هم نړیواله کچه اوس شرایط برابر شوي دي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک چې په دې خبري غونډه کې یې خبرې کولې، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو د پیلېدو لپاره هېڅ مخکني شرطونه نه لري.