۲۰۵ اتل قول اردو: په زابل کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو مسؤلين وايي، په زابل ولايت کې له پرون یکشنبې راهيسې په پوځي عملياتو کې ١٠ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دغه قول اردو نن دوشنبه په يوه اعلاميه کې وایي چې دغه وسله‌وال په ميزانې او شاه جوى ولسواليو کې د پوځي عملياتو په لړ کې وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په وژل شويو کې د وسله‌والو طالبانو يو سرګروپ هم شامل دى.

په دغو عملياتو کې د یو اندازه وسلو او مهماتو د له‌منځه وړلو خبر هم ورکړل شوى دى.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

د ٢٠٥ اتل قول اردو وايي، له څه مودې راهيسې يې د اتل په نوم پوځي عمليات د زابل تر څنګ په کندهار او ارزګان ولايتونو کې هم روان دي.