د افغانستان په اړه د څلور اړخیزو ناستو د نویو هڅو د بریا چانس څومره دی؟

افغان حکومت تایید کړې چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په څلور اړخیزو خبرو کې به د کابل یو جګپوړی پلاوی ګډون وکړي.

د دې څلورو اړخونو ترمنځ له دې مخکې هم خبرې شوې دي، خو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته، د نویو هڅو د بریا چانس څومره دی؟

په دې اړه احمد تکل د افغانستان د سوله ییز بدلون د ټولنې له مشر فاروق اعظم سره مرکه کړې.

ښاغلی اعظم د مرکې په پیل کې وايي چې که له نویو فرصتونو څخه سم کار واخېستل شي، نو د سولې روانې هڅې ښايي نتیجه ورکړي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ښاغلي اعظم سره مرکه