نېکلسن: له ترورېزمه ملاتړ کوونکي د ناکامۍ پلوي کوي او غلط دي

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان وايي، اوس هم ناوخته نه دی چې د ترورېزم مرسته کوونکي د ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان وايي، د افغانستان د دښمنانو ملاتړ کوونکي دې پوه شي چې بری نه شي ترلاسه کولای.

جنرال جان نېکلسن چې د شنبې په ورځ يې په کندهار کې افغان حکومت ته دوو بلک هاک هلیکوپټرو د سپارلو په مراسمو کې خبرې کولې، ویې وویل چې د ترورېزم ملاتړ کوونکي غلط دي، ځکه د ناکامې خوا پلوي کوي.

افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جان نېکلسن

ښاغلي نېکلسن زیاته کړه:

"هغه څوک چې له افغانستانه دباندې د ترورېزم ملاتړ کوي، د ناکامې خوا پلوي کوي، هغوی غلط دي، د کمې مودې لپاره دي، غواړم هغوی ته ووایم، هېڅ وخت ناوخته نه دی چې د ترورېزم له ملاتړه لاس په سر شي."

خو ښاغلي نېکلسن د کوم ځانګړي هېواد یا ډلې نوم وانه خېست.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ د دغه هېواد د سنا مجلس دفاعي کمېټې په غونډه کې ویلي وو چې د پاکستان استخباراتي ادارې له ترورېستي ډلو سره اړیکې لري او په دغه هېواد کې لاهم د ترورېستانو خوندي پټنځایونه شته.

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د تېرې پنجشنبې په ورځ په خبري غونده کې ومنله چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې له ترهګرو ډلو سره تماس لري، خو ملاتړ یې نه کوي.

د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي، د ښاغلي نېکلسن اشاره پاکستان ته وه او پاکستاني چارواکي دې له دې وخته په استفادې، د ترورېزم په لمنځه وړلو کې رښتینې همکاري وکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات ازادي راډیو ته وویل، پاکستان دې په سیمه کې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي او په خپله خاور کې دې د ترورېستانو ځالې لمنځه یوسي.

ښاغلی سادات وایي:

"د نېکلسن او نورو جنرالانو خبرې چې ګویا په سیمه کې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخېستل شي، د دغه سړي څرګنده اشاره پاکستان ته وه او هغو ډلو ته ده چې په پاکستان کې مېشتې دي."

ښاغلی سادات زیاتوي چې پاکستان دا مهال تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا تر فشار لاندې دی او دغه هېواد هڅه کوي چې له دې فشاره د راوتلو لپاره په هر بیه چې وي، له امریکا سره معامله وکړي.

راپور: رحمت الله افغان