چارواکي: د سرپل په علف سفید دره کې ۷ وسله‌وال وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

د سرپل ولایت په علف سفید دره کې د وسله‌والو طالبانو پر یوه پناه ځای د افغانستان د هوايي ځواک په بمبارۍ کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د سرپل امنیه قوماندان خلیل‌الله دستیار پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په علف سفید دره کې دا حمله پرون شنبه مازیګر شوې ده.

د هغه په وینا، د سرپل دا سیمه له دوو کلونو راهیسې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې ده.

خلیل‌الله دستیار زیاتوي:

"دښمن په کمین کې دی او هره ګړۍ د حملې لپاره تیاری نیسي، خو دا ځان ته خبره ده چې موقع نه ورته برابرېږي."

د سرپل امنیه قوماندان زیاته کړه چې پر وسله‌والو طالبانو بمباري په داسې وخت کې شوې چې هغوی د وسله‌والو حملو لپاره تمرینونه کول.

وسله‌والو طالبانو حمله تأیید کړې، خو د تلفاتو خبر یې رد کړی دی.