د مسکو ښاري محکمې د السکي ناوالني د استېناف غوښتنه رد کړه

د مسکو ښاري محکمې پر السکي ناوالني د شل ورځني زندان د حکم د بدلولو لپاره د هغه د استېناف غوښتنه رد کړه.

پولیسو په مسکو کې د هغه د انتخاباتي کمپاین دفتر هم تلاشي کړی دی.

الکسي ناوالني چې د کریملېن له سختو منتقدانو دی پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې نن شنبه په ټوله روسیه کې اعتراضي مظاهرې وکړي.

هغه په غیر ممنوع لاریونونو کې ګډون ته د خلکو د هڅولو له امله، له قانونه د سرغړونې په جرم په زندان محکوم شوی دی.

د مسکو ښاري محکمې پرون د ابتدايي محکمې د پرېکړې پر اساس، پر الکسي ناوالني د زندان حکم تائید کړ.

د ناوالني پلویانو پر ټویټر خبر ورکړ چې د مسکو د ښاري محکمې د پرېکړې تر اعلان څو دقیقې وروسته د مسکو پولیسو چې د تلاشۍ اجازه لیک ورسره و، د ناوالني د انتخاباتي مبارزې دفتر تلاشي کړ .

د محکمې د پرېکړې پر اساس به الکسي ناوالني نن چې د ولسمشر د زېږېدلو ۶۵کلیزه ده، په زندان کې وي.

السکي ناوالني ویلي چې کرېملېن هڅه کوي چې د امکان تر حده زیاته موده یې په توقيف کې وساتي.