ټرمپ له پوځي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له پوځي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې مخکې له مخکې یې محدودیتونه لرې کړي دي.

ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له پوځي چارواکو سره په لیدنه کې وویل:

"په افغانستان کې ما محدودیتونه لرې کړي او د جګړې په میدان کې مې د قوماندانانو صلاحیتونه زیات کړي، تاسو په دې ښه پوهېږئ، هر یو مو چې دلته ناست یاستئ د دې کار په اړه چې بلاخره ترسره شو خوشحاله یاست."

د ولسمشر ټرمپ د دې څرګندونو په عکس العمل کې د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشر ټرمپ دا کار به له ترورېزم سره په مبارزه کې ډېر ګټور تمام شي.

ډونالد ټرمپ مخکې ویلي و چې د واشنګتن زره بیني مدیریت به د جګړو د بریا سبب نه شي بلکې د تروریستي او جنایتکاره ډلو د له منځه وړلو په هدف یې د امریکايي پوځيانو صلاحیتونه ډېر کړي دي.