زاخېلوال: ولسمشر غني پاکستان ته د سفر بلنه منلې ده

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وایي چې د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته د سفر بلنه منلې ده.

حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل، د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د افغانستان ولسمشر سره په لیدنه کې نوموړي ته د پاکستان د حکومت له خوا پاکستان د سفر بلنه ورکړه چې ولسمشر غني ومنله.

تر اوسه پورې پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر نېټه نه ده اعلان شوې.

ولسمشر اشرف غني نېږدې درې کاله مخکې واک ته له رسیدو وروسته پاکستان ته رسمي سفر وکړ، خو په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د هغو بریدونو دوام چې افغان چارواکي وايي پاکستان کې پلانیږي، د دې سبب شول چې د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلي شي او ولسمشر غني پاکستان ته بیا سفر ونه کړ.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرل قمر جاوید باجوه د تېرې یکشنبې په ورځ د یو هیئت په مشرۍ کابل ته تللی و او هلته یې له افغان ولسمشر سره وکتل.

افغان چارواکو دا لیدنه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی پړاو بللی و.