له اروپا نه د کډوالو د اجباري ایستلو په اړه له افغانستانه د بخښنې سازمان غوښتنه

د بخښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت نه غواړي چې د افغانستان د وضعیت د رښتیني تصویر په وړاندې کولو سره له اروپايي هېوادونو نه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو مخه ونیسي.

امنسټي انټرنېشنل یا د بخښنې د نړیوال سازمان موندنې ښيي چې افغانستان له اروپايي هېوادونو نه په زوره د را ایستل شویو کډوالو لپاره د امن ځای نه‌دی او افغان حکومت هم راستانه شویو کډوالو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.

د دغه سازمان مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د اندېښنې تر څنګ ټینګار وکړ چې د پایتخت کابل په ګډون د افغانستان هېڅ ځای امن نه‌دی او افغان حکومت باید د افغانستان د وضعیت د رښتیني تصویر په وړاندې کولو سره له اروپايي هېوادونو نه د افغان ګډوالو د اجباري ایستلو مخنیوی وکړي.

د افغانستان لپاره د دغه سازمان مسؤلې حوریه مصدق انتقاد وکړ چې افغان حکومت په اجباري ډول د ایستل شویو افغان کډوالو ژوند ته لازم پام نه‌دی کړی.

حوریه مصدق

نوموړې زیاته کړه:

"د افغان دولت له لوري د هغوی د ژوند د هوساینې لپاره هېڅ امکانات نه‌دي برابر شوي او هېڅ کار هم نه‌دی شوی، موږ د افغانستان له دولت نه دا غواړو چې خپلې پرېکړې د هغو اساسي واقعیتونو له مخې چې په هېواد کې دننه روان دي ونیسي، افغان حکومت دا وړتیا لري چې اروپايي هېوادونو ته ووايي چې موږ په دومره کتله کې کډوال نه‌شو منلی."

دغه سازمان که څه هم له اروپايي هېوادونو نه د کډوالو په زور ایستل له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بولي، خو وايي اوس هم په ډېر شمېر سره افغان کډوالو د اجباري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د څانګې مسؤل عمر وریاچ په دغې خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې افغان حکومت په خپل هېواد کې د ننګونې په نظر کې نیولو سره په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا څرګندونې په کابل کې په هغه خبري غونډه کې چې په اجباري ډول د ایستل شویو کډوالو د ژوند د څرنګوالي په هدف د افغان حکومت او اروپايي هېوادونو د موندنو د ارائیې په هدف جوړه شوې وه، وکړې.

دغه سازمان په تېرو نهو میاشتو کې د افغان کډوالو د وضعیت د معلومولو په هدف د افغانستان په دننه او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې څېړنه کړې او په دې موده کې له شااوخوا شل تنو هغو کډوالو سره چې په اجباري ډول ایستل شوي او یو شمېر هم په اروپا کې استوګڼ دي خبرې کړې دي.

دا څېړنه ښيي چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله د کډوالو په اجباري ایستلو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی او د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ شااوخوا لس زره افغان کډوال له اروپايي هېوادونو په اجباري ډول ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو کاله وړاندې افغان حکومت له اروپايي ټولنې او یو شمېر اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو د ایستلو او نه‌ایستلو په هدف یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه او په‌کې ژمنه وشوه چې د کډوالو په اړه به پرېکړې دغه ګډ سند ته په پام سره نیول کېږي.

اوس د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت تر ارزونې وروسته او د افغان حکومت د غوښتنې له مخې جرمني له خپل هېواده د افغان کډوالو ایستل درولي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل مني چې افغانستان نا امنه دی او ټینګار کوي چې په اجباري ډول د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره ډیپلوماتیکې هلې ځلې روانې دي.

حفیظ احمد میاخېل

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه‌و، جرمني د افغانانو په زوره ایستل ودرول، له نورو اروپايي هېوادونو هم غواړو، هغه تصمیم چې جرمني کې نیول شوی له هغې تګلارې استفاده وکړي او د افغانانو په کېسونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت په پام کې ونیول شي."

دا څرګندونې داسې مهال طرحه کېږي چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي دا مهال د «یو، ان، اچ، سي، ار» په کلنۍ غونډه کې چې په ژنیو کې جوړېږي ګډون کړی.

د معلوماتو له مخې، ښاغلي بلخي په دغې غونډه کې له اروپايي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت او ننګونو ته په پام سره د افغان کډوالو له اجباري ایستلو ډډه وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان