ولسمشر غني نن په کابل کې «سام» غونډه رسماً پرانېزي

تمه ده چې نن د افغانستان ولسمشر په کابل کې د «لوړپوړي پلاوي» یا سام غونډه رسماً پرانېزي.

په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د نړۍ د څلوېښتو هېوادونو استازي برخه اخلي او د افغان حکومت پر لاسته راوړنو، پرمختګونو او د اصلاحاتو پر اجنډا بحث کوي.

پرون د سام غونډې په درشل کې د دې غونډې یو شمېر برخه والو پر یو شمېر موضوعاتو لکه په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د اسیا او پسفیک لپاره د اروپایي ټولنې مرستیالې پاولا پامپلاني ژمنه وکړه چې د ښځو د پرمختګ په برخه کې به د افغانستان له حکومت سره همکاري دوام وکړي:

"موږ د افغان حکومت په ګډون د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره له نېږدې کار کوو ترڅو د ښځو په وړاندې شته ستونزې له منځه ولاړې شي او ښځې په ټولنه کې خپل ځای وویني."

دا د سام درېیمه غونډه ده چې په کابل کې جوړېږي.