د پاکستان پوځ: د ترورېستي بریدونو په جرم ۳ وسله‌وال اعدام شول

د پاکستان پوځ وايي، هغه درې وسله‌وال‌یې اعدام کړي چې یوې پوځي محکمې په دې وروستیو کلونو کې د ترورېستي بریدونو د ترسره کولو په جرم، په مرګ محکوم کړي وو.

په دې اړه د پوځ یوه خبرپاڼه وايي چې دا اعدامونه نن چهارشنبه د دې هېواد په شمال لوېدیځ کې په یوه زندان کې ترسره شول.

له دې اعدامونو یوه ورځ مخکې په پاکستان کې د بشري حقونو یوې ډلې، په دې هېواد کې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د اعدام د زیاتېدونکو پرېکړو په اړه اندېښنه ښودلې وه.