چارواکي: د کندز په امام صاحب کې ۵۲ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له پنځو ورځو راهیسې په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفينو پر ضد د افغان ګډو ځواکونو د «پامیر ۱۴» په نوم تصفیوي عملیات جریان لري.

د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحمید حمیدي د "پامیر ۱۴" تصفیوي عملیاتو د لاسته راوړنو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د عملیاتو له پیله تر اوسه ۵۲ وسله‌وال مخالفين وژل شوي او ۴۱یې ټپیان شوي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو درې مهم قوماندانان عبدالحمید، محمد او نذیر محمد شامل دي او یو شمېر کلي هم د طالبانو له شتونه تصفیه شوي دي."

په ورته وخت کې په شمال ختیځ زون کې د پامیر د ۲۰مې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي، د امام صاحب ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د طالبانو له وجوده پاکه شي، څو خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

دغه پوځي چارواکي وايي چې په دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.

په همدې حال کې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، هغه هم ادعا کوي چې دوی په امام صاحب ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.