مټېس: امریکا دې په مشروط ډول له ایران سره په شوي توافق پاتې شي

د امریکا د دفاع وزیر وايي، هېواد یې باید تر هغې له ایران سره په شوي اټمي تړون ولاړ پاتې شي، څو چې ثابته شوې نه‌وي چې ایران له توافق سره سم عمل نه‌کوي.

جېمز مټېس پرون سې شنبه د امریکا د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته وویل، که چېرې وکولای شو تأیید کړو چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون سره سم عمل کوي، نو په هغه صورت کې باید له دې تړون سره واوسو.

د امریکا د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د اکټوبر د ۱۵مې نېټې هغه ټاکلي ضرب‌الاجل ته نږدې کېږي چې د ایران له‌خوا د شوي اټمي تړون عملي کول به تأییدوي او یا به‌یې ردوي.

که چېرې ولسمشر ټرمپ ونه‌شي کولای چې د اکټوبر تر ۱۶مې نېټې دا مسئله روښانه کړي، هغه مهال به د امریکا کانګرس چې د ټرمپ جمهوري غوښتونکي په‌کې اکثریت دي، ۶۰ ورځې وخت ولري چې پر ایران د بندیزونو د بېرته لګولو په اړه پرېکړه وکړي.

دا بندیزونه دا مهال له ایران سره د شوي اټمي تړون پر بنسټ ځنډول شوي دي.