ډانفورد: د "ای، اېس، ای" او ترهګرو ترمنځ اړیکې موجودې دي

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیر جنرال جوزېف ډانفورد وايي، د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې «ای. اېس. ای» او ترهګرو ډلو ترمنځ اړیکې موجودې دي.

نوموړي دا خبره د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د وسله‌والو خدمتونو په کمېټه کې د یوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

جنرال جوزېف ډانفورد چې د امریکا د دفاع وزیر سره‌یې په ګډه د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعيت په اړه دې کمېټې ته څرګندونې کولې، همداراز په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ په زیاتولو ټینګار وکړ.

ډانفورد کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وروستی سفر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د بهتره کېدو لپاره هڅوونکی وباله او ویې‌ویل:

"موږ په دې اوونۍ کې کابل ته د جنرال باجوه سفر هیله‌مند کړي یوو، نوموړی د یکشنبې په ورځ په کابل کې و او له افغان چارواکو سره‌یې ډېر ښه ملاقاتونه لرل چې زموږ مشرتابه هم د دې ملاقاتونو په جریان کې دی."

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د یکشنبې په ورځ کابل کې و او هلته‌یې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره خبرې وکړې.