والسټریټ ژورنال: د طالبانو د سیاسي دفتر سرنوشت په اړه مخالفتونه

د امریکا له خوا د طالبانو د سیاسي دفتر د سرنوشت په اړه غور، کورني مخالفتونه راپورته کړي دي، والسټریټ ژورنال ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو دفترته کتنه کړې ده.

د والسټريټ ژورنال په لیکنه، د ټرمپ د ادارې هغه پلان چې د دغه دفتر په تړلو غور کوي، په بې ساري توګه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې مخالفتونه راپورته کړې دي.

یو شمېر دغو معترضو چارواکو ویلي چې د دغه دفتر په تړل کېدو سره به په افغانستان کې د امریکا ګټې زیانمنې شي.

یوشمېرا وسنیو او پخوانیو چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا د چارو د متخصصیونو یوې ډلې په بې ساري توګه د دې وزارت دننه اعتراض کړی او د جمعې په ورځ یې د مخالفت د یوه چینل په پرانستلو سره د دې غوښتنه کړې چې متحده ایالات دې پرېږدي چې د طالبانو دفتر پرانیستی وي او په افغانستان کې د شپاړس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې لا ګړندۍ خبرې پیل کړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر چې له پرانیستل کېدو یې څو کاله ووځي، د تړل کېدو مسئله څو ورځې مخکې بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې راپورته کړې وه او ویلي وچې دغه مسئله ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې راپورته کړې او له هغه یې غوښتي چې د طالبانو دفتر په دوحه کې وتړي چې د دغې ورځپاڼې په وینا افغان ولسمشر هم ورسره منلې ده.

په دې اړه د افغانستان جمهوري ریاست ځو ورځې مخکې ازادي راډیو ته نه دا مسئله تائید او نه هم ردکړه چې ګواکې د طالبانو د دفتر د تړل کېدو مسئله دې د غني او ټرمپ په کتنه کې مطرح شوې وي خو خو پخپله افغان ولسمشر څو ورځې مخکې په کابل کې وویل چې په پام کې نه ده چې د طالبانو دفتر دې په دوحه کې وتړل شي.

واشنګټن ایکزامینر:

امریکایي سرتېري به یوه بله لسیزه هم په افغانستان کې وي، دا خبره د امریکا د مشرانو جرګې یوه مخکښ سناتورکړې چې واشنګټن ایکزامینر خپرونې هم هغه د افغانستان په اړه د خپل مطلب د سرلیک لپاره غوره کړې ده.

د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي سناتورباب کارکر چې تراوسه څو ځلې افغانستان ته تللی د یکشنبې په ورځ له ان بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا موږ به یوه بله لسیزه هم په افغانستان کې ځواکونه ولرو وکړه.

د خپرونې په لیکنه کارکر چې یوه لسیزه مخکې بیا دې جرګې ته غوره شوی و هغه مهال هم امریکایي ځواکونه په دې هېواد کې وو.

هغه روانه اوونۍ اعلان وکړچې په پام کې لري چې له سنا تقاعد وکړي او راتلونکې کال به بیا دې جرګې ته ځان کاندید نه کړي.

دا په دې مانا چې په ۲۰۱۹ کال کې به د هغه ځای ناستی هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له مسئلې سره له تړلو موضوعاتو سره سرو کار ولري.

سناتور کارکر ویلي، د افغانستان ټول ناخالص کورني تولیدات خپل امنیتي ځواکونه نشي تمیلولولی خو اساسي خبره داده چې زموږ ځواکونه هلته څه کوي؟

په افغانستان کې د امریکایي یولسو زره سرتېرو ډېره برخه یې د ناتو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې چې هدف یې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې ورکول او د هغوی ملاتړ دی، خدمت کوي خو لږترلږه دوه زره یې د ترهګرۍ په وړانډې جګړه مخ ته وړي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې دې هېواد ته نور شااوخوا درې زره امریکایي سرتېري استول کېږي چې بهیر یې له مخې پیل شوی دی.

دغه نوې ستراتیژي په افغانستان کې د امریکا د پوځي هڅو وخت هم نه محدودوي او تمرکز یې هم په دې هېواد کې د ترهګرۍ په وړاندې د روانې شپاړس کلنې جګړې چې د امریکا په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه ده، پرګټلو دی.