په عراق کې د داعش ضد امریکايي ائتلاف یو سرتېری وژل شوی

د اسلامي دولت یا داعش د سخت دریځې ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ ايتلاف وايي، یو پوځي یې په عراق کې د سړک د غاړي په بمي چاودنه کې وژل شوی او بل ټپي دی.

ايتلاف پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یو ماین د دوی د ځواکونو د نقلیه وسیلې په لاره کې چاودلی او په نتیجه کې یې دا پېښه شوې ده.

په خبرپاڼه کې د وژل شوي او ټپي پوځیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو له ۲۰۱۴ څخه خپل پوځيان عراق ته لېږلي چې عراقي او کرد ځواکونه د اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې پر ضد وروزي او په جګړه کې مشوره ورکړي.

ايتلافي ځواکونه په عراق کې هوايي حملې هم کوي.