چارواکي: د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۳۰ وسله وال وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د افغان پوځ دعملیاتو او د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

په ارزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي د دوشنبي په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال، د افغان امنیتي ځواکونو ۱۴هغه پوستې چې له تېرو ۳ ورځو راهیسې وسله والو طالبانو محاصره کړې وې، هم نن دوشنبه د وسله والو طالبانو له محاصرې خلاصې شوي او په خبره یې چې مهمات او خوارکي توکي یې ور استولي دي.

بل خوا بیا د چورې ولسوال امین الله خالقي وايي، دغه ولسوالۍ لا هم د وسله والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې ده او افغان امنیتي ځواکونه په دې نه دي توانېدلي چې وسله وال طالبان له ولسوالۍ څخه پرشاه کړي.

ښاغلي خالقي دغه راز وویل چې په یاده ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ د جګړي له کبله د خپلو سیمو څخه بې ځايه شوي او نور امنو سیمو ته کډه شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند قاریو سف احمدي ازادي راډيو ته وویل چې یاده ولسوالۍ لاهم د دوی تر کلکې محاصرې لاندې ده او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته یې مرګه ژوبله اړولې ده.