چارواکي: د ارزګان چورې ولسوالۍ کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د چورې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې نړیوالو ځواکونو دغه بریدونه تېره شپه د چورې ولسوالۍ په پوزه، کلتک او عبدالخالق خان سیمو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو کړي دي.

نوموړی واييچې په دغه ولسوالۍ کې تېره شپه دوه افغان سرتېري هم په جګړه کې ټپیان شوي دي.

خالقي دغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې ولسوالۍ لا اوس هم د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې ده، خو په خبره یې چې دوی د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره یو لړ پلانونه تر لاس لاندې نیولي چې ډېر ژر به يي عملي کړي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف بیا ازادي راډيو ته په یوه استولي ټيلېفوني پیغام کې ادعا کړې چي په دغه ولسوالۍ ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته یې مرګه ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پر دغې ولسوالۍ له تېرو ۳ ورځو راهیسې وسله والو طالبانو بریدونه پیل کړي او محاصره کړي یې ده.