وزیري: هلمند کې د ۱۰ افغان پوځیانو د وژنې څېړنه کوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولايت کې د ۱۰ افغان پوځيانو د وژل کېدو په باب تحقيقات کېږي.

افغان چارواکي تاييدوي چې پرون یکشنبه په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۰ افغان پوځيان په يوه حمله کې وژل شوي دي.

د هلمند ځينو چارواکو خبري اژانسونو ته ويلي چې په تېروتنې پر دغو افغان پوځيانو هوايي حمله شوې ده.

د دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري پېښه تاييدوي او په دې اړه د تحقيقاتو خبر ورکوي.

د هلمند والي حيات الله حيات د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د دې خطايي هوايي حملې په نتيجه کې لږ تر لږه ٩ افغان پوليس ټپيان شوي هم دي.

راپورونه وايي چې دغه هوايي حمله په تېروتنې د افغانستان هوايي ځواکونو کړې ده.