ټرمپ: ټېلرسن شمالي کوریا سره پر اټمي مذاکرو خپل وخت ضایع کوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ته ويلي، له شمالي کوریا سره د هغه هېواد د اټمي او توغندیزو پروګرامونو پر مذاکرو د هڅې لپاره وخت ضایع کوي.

ولسمشر ټرمپ پرون یکشنبه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:

"ما د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ته وویل چې له واړه راکټي سړي سره د خبرو د هڅو په خاطر، خپل وخت ضایع کوي."

ټرمپ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون "راکټي سړی" بولي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ویلي چې امریکايي چارواکو له پیونګ یانګ سره د اړیکو ځینې لارې چارې موندلې دي.

د شمالي کوریا د راکټي او اټمي پروګرامونو له کبله په وروستيو کې کړکېچونه زيات شوي دي.

ورسره د شمالي کوريا او د امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ له غوسې ډک جنګي الفاظ هم تبادله شوي دي.

وروسته له هغې چې شمالي کوريا تېره مياشت تر ټولو زوروره اټمي ازموينه وکړه، د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر دغه هېواد تازه بنديزونه تصويب کړل.