د افغانستان ولسمشر نن د پاکستان له لوى درستيز سره پر ځينو مسايلو خبرې وکړې

د پاکستان د پوځ لوى درستيز نن ماسپښين په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر سره پر ځينو مسايلو خبرې وکړې.

د جمهوري رياست مرستيال وياند نجيب ازاد، د جنرال جاوېد باجوه او محمد اشرف غني د کتنې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل: دواړو مشرانو د ټروريزم په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ لوى درستيز نن په يوه رسمي سفر کابل ته ورسېد.

د افغانستان ولسمشر د پاکستان د هيئت دغه سفر د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکارۍ لپاره نوى فصل بللى دى.

جمهوري رياست په دې اړه په اعلاميه کې ويلي، د پاکستان لوري په کتنه کې ژمنه وکړه، چې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.