د بشري حقونو د څار اداره: ایران افغان ماشومان د سوریې جنګ ته ګمارلي

د بشري حقونو د څار بنسټ، د ایران لخوا د سورېې جنګ ته د افغان تنکیو ځوانانو پر لېږلو یو تازه راپور خپور کړی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران، افغان تنکي ځوانان استخدام کړي او د سوریې جنګ ته يې لېږلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایتس واچ په راپور کې راغلي چې د دغو کډوالو زلمکیو عمرونه تر۱۴ کلونو پورې دي او د فاطميون لښکر په لیکو کې په سوریه کې جنګېږي.

د دغه بنسټ څېړونکو داسې اسناد او عکسونه ترلاسه کړي چې ښيي، اته افغان تنکي ځوانان چې کابو ۱۴کلن وو او د سوريي په جنګ کې وژل شوي، په ایران کې خاورو ته سپارل شوي دي.

راپور وايي، د وژل شویو کورنۍ هم دغه پېښه تائید کړې ده.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي پر دغه پېښه اندېښنه کوي او له حکومته غواړي چې په دې اړه له ایراني چارواکو سره جدي خبرې وکړي:

محمد اصف صدیقي

"افغان حکومت باید په جدي توګه په دغې موضوع پسې شي او ایران دې ته اړباسي چې له افغانانو نه د وسیلې په توګه کار وانه خلي، او د سوریې جنګ ته یې ونه لېږي."

د بشر د حقونو د څاربنسټ په دغه راپور کې راغلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې، په جنګونو کې له ۱۴ کلنو نه د کم عمره ځوانانو استخدامول، په جنګي جرمونو کې شمېرل کېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼي او اجرائیه ریاست په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي وايي چې د بهرنیو چارو وزارت مسؤل دی چې په اړه یې ځواب ووايي، خو له هڅو سره سره مو، له دغه وزارت سره اړیکه ونه نیول شوه.

پخوا تر دې هم داسې خبرونه خپاره شوي چې ایران د سوريي او عراق جنګونو ته افغان کډوال لېږلي دي.

ومو غوښتل په دې اړه په کابل کې د ایران سفارت و پوښتو، خو برایلي نه شوو.

ایراني چارواکو د سورېې او عراق جنګونو ته د افغان کډوالو لېږل په تېره کې رد کړي دي.

په ورته وخت کې د بشري د حقونو په برخه کې یو شمېر فعال بنسټونه په ټینګار سره وايي چې د ایران دغه عمل د بشري حقونو، د ماشومانو او د نړیوالو کنوانسیونو خلاف دی.

د افغانستان د بشرد حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل، په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

لعل ګل لعل

"دا لومړی ځل نه دی چې ایران د سورېې په جنګ کې له ماشومانو کار اخلي او په دې برخه کې له ټول نړیوالو قوانینو، د بشرحقونو، د ماشومانو د حقونو او د هېوادونو ترمنځ له قوانینو سرغړونه کوي."

د بشرد حقونو د څار بسټ وروسته له دې چې دغه راپور یې د یکشنبې ورځ د اکتوبر په لومړۍ نېټه خپور کړ، د ملګرو ملتونو له سازمانه یې وغوښتل چې دغه موضوع تعقیب کړي.

د افغانستان د بشرد حقونو سازمان هم د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو له سازمانه غواړي چې د ایران له خوا د سورېې جنګ ته د افغان کډوالو د لېږلو مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند