د بشري حقونو د څار اداره: ایران افغان ماشومان د سوریې جنګ ته ګمارلي

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د ايران سپاه پاسداران انقلاب د افغان کډوالو ماشومان په سوريه کې د جګړې لپاره ګمارلي دي.

دغې ادارې په هغه اعلاميه کې کې چې نن یکشنبه يې خپره کړې ويلي، افغان ماشومان چې حتى عمرونه يې ١٤ کلونو ته رسېږي، د لشکر فاطميون په چوکاټ کې په سوريه کې جنګېدلي دي.

دا له افغان جنګياليو تشکيل شوې هغه ډله ده چې ايران يې ملاتړ کوي او په سوريه کې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ جګړه کوي.

د بشري حقونو د څار ادارې يا هيومن رايټس واچ په خپل راپور کې ليکلي، د نړيوال قانون له مخې په جګړه کې تر ١٥ کلونو کم عمره ماشومانو ته فعاله ونډه ورکول، يو جنګي جنايت دى.

ايران تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

تسنيم خبري اژانس چې د ايران سپاه پاسداران انقلاب ته ورنېږدې دى، د دې ډلې د جنګياليو شمېر ١٤زره ياد کړى و.