خپلواک: په هېواد کې سولې ته د شرايطو د برابرېدو هره ممکنه هڅه کوي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په پاکستان کې د طالبانو د زنداني مشرانو د خوشې کېدو لپاره ټول امکانات کاروي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس اکرم خپلواک نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، په هېواد کې سولې ته د شرايطو برابرېدو لپاره هره ممکنه هڅه کوي.

تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال د طالبانو د ٤ مشرانو پر تبادلې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خواجه اصف سره خبرې کړې دي.