د کندز خلک: د طالبانو د واک سیمو کې د برېښنا لګښت ترې طالبان اخلي

په کندز کې هغه خلک چې د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي، وايي چې له دوی څخه د نهمو میاشتو راهیسې د برېښنا د لګښت پيسې د حکومت پرځای، وسله وال مخالفين ټولوي.

د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د نواباد د سیمې یوه تن اوسېدونکي محمد ګل د وسله والو مخالفينو له خوا د برېښنا د لګښت د پيسو د ټولو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اوس طالبان پیسې ټولوي، پخوا به موږ ۵۰۰ افغانۍ ورکولې، اوس رانه طالبان ۲۰۰۰ یا ۱۹۰۰ افغانۍ اخلي، پخوا به مو بانک کې په خپله خوښه پیسې ورکولې، خو اوس طالبان وايي، مرې او که پاتې کېږې، پیسې راکړه، خو د چهاردرې ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو په اداره کې دي."

په ورته وخت کې د کندز د خان اباد ولسوالۍ د محفلي د سیمې یو تن اوسېدونکی حاجي حبیب الله بیا وايي، پخوا د کورونو د برېښنا د یو یونټ قیمت په دوه نیمې افغانۍ و، خو له هغه وخت راهیسې چې وسله وال مخالفين د برېښنا د لګښت پيسې له عامو خلکو څخه ټولوې، نو له کبله یې د برېښنا د یو یونټ قیمت څلور نیمو افغانیو ته لوړ شوی دی.

نوموړي وویل:

"په دې وروستیو کې په خان اباد ولسوالۍ کې طالبان د برېښنا د لګښت پیسې ټولوي، ځکه د دې ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، پخوا موږ په بانک کې پیسې جمع کولې، خو اوس یې له موږ څخه طالبان اخلي."

بل خوا د کندز د برېښنا رئیس انجنیر حمیدالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"یوازې د کندز مرکزې سیمې ۵۰ سلنه برخه برېښنا لري، همدارنګه د علی اباد، چهاردرې، امام صاحب او خان اباد ولسوالیو کې موږ تقریبا ۱۴۰۰۰ مشتریانو لرو، خو له دغه ۱۴۰۰۰ پېرېدونکو نه د برېښنا پیسې طالبان ټولوي، دغه خلک له برېښنا څخه قرضداره دي او تاجکستان ته د برېښنا شرکت پیسې ورکوي."

نوموړی زیاتوي چې د دولت تر ادارې لاندې سیمو کې هم یو شمېر زورواکي له برېښنا څخه په غیرقانوني توګه ګټه اخلي، خو د برېښنا د لګښت پيسې نه ورکوي.

د برېښنا د رئیس انجنیر حمیدالله په خبره، یو شمېر زورواکي همدارنګه ځیني دولتي ارګانونه د برېښنا شرکت څخه ۹۰ میلیونه افغانۍ قرضدار دي.

د کندز د برېښنا رئیس انجنیر حمیدالله

ښاغلي حمیدالله زیاته کړه:

"یو شمېر دولتي ادارې او زورواکي خلک، له برېښنا ۹۰ میلیونه افغانۍ قرضدار دي او موږ ټولو دولتي ادارو ته د هغو خلکو نومونه لېږلي، څو له موږ سره د برېښنا د لګښت د پيسو په راټلولو کې مرسته وکړي."

په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفينو ویاند معرفي کوي، دا منې چې دوی د خپل کنټرول لاندې سیمو کې له خلکو څخه د برېښنا د لګښت پيسې ټولوي، خو زیاتوي چې طالبان په خپلو سیمو کې د برېښنا د پايو ساتنه هم کوي.

خلک وايي چې په دې ولایت کې د برېښنا قیمت دوه برابره لوړ شوی، خو د برېښنا د ادارې چارواکي د برېښنا د قیمت د لوړېدو په اړه څه نه وايي.

کندز ته له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې له تاجکستان څخه وارداتي برېښنا راغځېدلې او بیا له دې ولایت څخه تخار، بغلان او کابل ته هم برېښنا غځول شوې ده.

راپور: اجمل ارین