نن یکشنبه د عاشورا ځانګړي مراسم ترسره کېږي

د نړۍ مسلمانان نن یکشنبه د عاشورا ځانګړي مراسم ترسره کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د عاشورا په مناسبت د تکیه خانو، جوماتونو او نورو سپڅلو ځایونو امنیت ته ځانګړی پام وکړي.

د ارګ خبرپانه وايي چې ولسمشر غني پرون ماښام په دې اړه د امنیتي ادارو له مشرانو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم پرون د عاشورا د مراسمو لپاره د ځانګړو امنیتي تدابیرو یادونه وکړه او ویې ویل:

"موږ له څو ورځو راهیسې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي، ټول سپېڅلي ځایونه زموږ تر امنیتي څارنې لاندي دي، کشفي او امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې په شدت کار وکړي."

د جمعې په ورځ د قلعه فتح الله پر اوم سرک یوې تکیه خانې ته نږدې، په انتحاري حمله کې شپږ تنه ووژل شول او لږترلږه څلوېښت تنه زخمیان شول.