چارواکي وایي، د دغه ولایت چوره ولسوالي لا هم د وسله والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې ده.
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ بازار ته
وسله وال طالبان داخل شوي او د ولسوالۍ ودانې ته په ۱۰۰ مترۍ کې شتون
لري.
د یادې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي وايي چې ولایتي ادارې تر اوسه ورته
هېڅ کومک نه دی استولی.
د ارزګان ولایتي اداره بیا په دي اړه له څه ویلو ډډه کوي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې:
Your browser doesn’t support HTML5