یو شمېر وکیلان: که پاملرنه ورته ونشي، د هیواد امنیتي وضعیت به خراب شي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې که په امنیتي بنسټونو کې د پیژندګلوۍ او واسطې له مخې د ګمارنو مخه ونه نیول شي، امنیتي وضعیت به لا پسې خراب شي.

دوی په امنیتي بنسټونو کې د فساد موجودیت او نا امني د اندېښنې وړ بولي او وايي، حکومت باید ورته جدي پام واړوي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل، په امنیتي بنسټونو کې د پېژندګلوۍ او واسطې پر بنسټ ګمارنې د اندېښنې وړ دي.

نوموړي، دغه شان وویل، د افغانستان د ختیځو ولایتونو امنیت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر

ښاغلي قدیر وویل:

"په ختیځو ولایتونو او بیا په ځانګړي ډول ننګرهار کې چې پخوا د امن او سولې کور بلل کېده، اوس ولسوالۍ خو لا پرېږده چې په ښار کې هر قدم په بسم الله اخېستل کېږي، پر حکومت غږ کوم چې امنیتي وضعیت ته توجه وکړي. "

د ښاغلي قدیر په خبره، لېرې نه ده چې د سپینو بیرغونو ۸۰ سلنه په تورو هغو واوړي او که حکومت اقدام نه کوي، دوی به خپله اقدام وکړي.

نوموړی وايي چې د وسله والو فعالیتونه د پلان له مخې مخ ته وړل کېږي.

تر دې وړاندې پر ننګرهار سربېره په غزني، زابل، هلمند، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د داعش د موجودیت په اړه راپورنه خپاره شوي دي.

د ننګرهار د خلکو یوه بل استازي انجنیر سید اکرام هم په دغه ولایت کې د فساد او مخ پر زیاتېدونکې نا امنۍ اندېښنه وښوده.

په ولسي جرګې کې د ننګرهار پر استازو سربېره د جوزجان د خلکو استازی عبدالستار درزابي هم په خپل ولایت کې په امنیتي بنسټونو کې د فساد خبره کوي.

ښاغلی درزابي وایي:

"د قول اردو قوماندان ټول تړونونه خپلې کورنۍ ته ورکوي، د فرقې قوماندان یې بیا خپل قوم او ده ته وفا داره شرکتونو ته ورکوي، وزارتونه هم همدا ډول. "

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې ورستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخېستی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې غړي د نا امنۍ او په امنیتي بنسټونو کې د فساد له امله اندېښنه ښيي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته اندېښنې مطرح شوې دي.

وکیلانو د نا امنیو له کبله څو ځلې امنیتي چارواکي استجواب کړي او له هغوی څخه یې د وضاحت غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د دوی هڅې روانې دي او په ننګرهار کې داعش ډله ځپل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري که څه هم د وکیلانو د ادعاوو په اړه تبصره ونه کړه، خو د ثبات د ټینګښت لپاره یې د هڅو د دوام ډاډ ورکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"دا مهال د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې تهاجمي او تعرضي عملیات روان دي، د دفاع وزارت هڅې دا دي چې په هېواد کې امنیت ټینګ شي، خو دا باید ومنو چې جګړه چریکي ده او د سیمې استخبارات ترې ملاتړ کوي. "

ښاغلی وزیري د دفاع وزارت په چوکاټ کې د جدي اصلاحاتو خبره هم کوي.

ولسي جرګه د افغان امنیتي ځواکونو د ستونزو په هواري هم ټینګار کوي او وايي، د دوی قربانۍ او سرښندنې د ستایلو دي او ستونزو ته یې پام کول د جګړې په ډګر کې مورال لوړولای شي.

راپور: حدیث پردېس