ولسي جرګه د انتخاباتي مسؤلینو نه حاضرېدو په اړه ارګ ته مکتوب لېږي

د افغانستان ولسي جرګه وايي، دې جرګې ته د انتخاباتې کمېسیونونو د مسؤلینو د نه حاضرېدو په اړه به ولسمشر ته يو مکتوب ولېږي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دې جرګې د شنبې ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې د انتخاباتي کمېسیونونو د مسؤلینو دغه کړنه د ملت استازو ته د منلو نه ده او په دې اړه به ولسمشر سره خبرې وکړي:

"د ولسمشر په نوم يو مکتوب په دې اړه لېږو چې د ولس د استازو او د دې جرګې په وړاندې دا ډول عمل غېرې قانوني او د منلو وړ نده او دا موضوع له ولسمشر سره شریکوو."

ټاکل شوې وه چې نن د انتخاباتې کمېسیونونو مسؤلین په دغو کمېسیونونو کې د شته وو ستونزو په اړه د وضاحت لپاره ولسي جرګې ته حاضر شوې وای.

خو د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته يوازې د انتخاباتو د کمېسیون د دارلانشا مشر د څو نورو کارکوونکو سره حاضر شوی و چي د ولسي جرګې لخوا رخصت کړل شول.