د افغانستان دفاع وزارت: په ټولو ولایتونو کې دولتي حاکمیت ټینګ دی

د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه ردوي چې طالبان د افغانستان پر ۴۵ سلنه ولسوالیو یا کنټرول لري او یا هم د کنټرول هڅه کوي.

د افغانستان دفاع وايي چې په ټولو ولایتونو کې دولتي حاکمیت ټینګ دی.

دا په داسې حال کې ده چې لانګ وار ژورنال په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې وسله وال طالبان د افغانستان پر ۴۵ سلنه ولسوالیو واکمن دي او یا یې هم د خپلولو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دغه راپور په ردولو سره د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یوازې په هلمند، غزني، بدخشان او زابل کې ۹ ولسوالۍ له طالبانو سره دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلی وزیري زیاتوي:

"په افغانستان کې له څلور سوه ولسوالیو څخه ډېرې فعالې دي، ولسوالان او قوماندان لري او دولتي حاکمیت ټینګ دی، خو په ټوله کې مونږ ۹ ولسوالۍ سقوط لرو او نېږدې ۳۵ تر ۴۰ ولسوالیو له لوړو ګواښونو او له ۲۰ تر ۳۰ ولسوالیو له متوسط ګواښ سره مخ دي، خو که چېرې تاسې دا ۴۵ سلنه یادوئ، موږ یې کاملاً ردوو."

دا په داسې حال کې ده چې د لانګ وار ژورنال په راپور کې راغلي چې دا مهال وسله وال طالبان په۴۱ وسلوالیو واکمن دي او د ۱۱۸ نورو ولسوالیو د نیولو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.

په دغه راپور کې چې په ولسوالیو کې د ځنیو خلاصو سرچینو پر مټ جوړ شوی، وړاندې راغلي، په کومو ولسوالیو کې چې وسله وال طالبان واکمن دي، د خدمتونو وړاندې کول، د امنیت ټينګښت، د محاکمو جوړول او د شرعي قوانینو تطبیق د همدغو وسله والو له خوا کېږي.

وسله والو طالبانو د دغه راپور په تړاو تبصره نه ده کړې.

خو تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر فبرورۍ میاشتي پورې افغان حکومت د دغه هېواد پر خاوره ۶۵ سلنه نفوذ درلود.

په دغه راپور کې راغلي چې د حکومت تر کنټرول لاندې برخو کې کموالی راغلی او وسله وال طالبان د افغانستان په نېږدې ۱۱ سلنه خاوره کنټرول لري او پاتي نورې سیمې د جګړې په حال کې دي.

له بلې خوا یو شمېر د پوځي چارو کار پوهان وايي، دا مهال د وسله والو مخالفينو ځواک کمزوری شوی او باید د سېمو د خوندي کولو لپاره جدي امنیتي تدابیر ونیول شي.

میاګل خالد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د سیمو د امنیت خوندیتوب ډېر اړین دی، حکومت باید پدې برخه کې جدي پاملرنه وکړي، نړیواله ټولنه هم باید له افغان حکومت سره مرسته وکړي او هغه سیمې چې د وسله والو مخالفینو له کنټروله وځي، ترې ساتنه وشي، که ولسوالۍ فعالې شي او مسلح قوتونه وي، دښمن بېرته نشي راتللی."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته په خپل وروستي سفر کې ویلي چې وسله والو طالبانو په تېر یوه کال کې کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

ښاغلي غني ویلي، د افغانستان د ملي اردو ځواکونو دا وړتیا درلوده چې د څو ورځو په ترڅ کې، هره ولسوالي بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو په وینا يې چې د یادو سیمو په بېرته خوندیوب کې ستونزې موجودې دي.

د نوموړي په وینا، د دغو سېمو خوندیتوب ځکه ستونزمن دی چې په پولیسو کې بنسټیز اصلاحات نه دي راغلي، خو په خبره يې چې دا وضعیت د بدلون په حال کې دی.

راپور: ناجیه ساپۍ