د افغانستان دفاع وزارت د «لانګ وار ژورنال» راپور رد کړ

د افغانستان دفاع وزارت د لانګ وار ژورنال هغه راپور بې بنسټه بولي چې په کې ویل شوي طالبان د افغانستان په ۴۵ سلنه ولسوالیو يا کنټرول لري او یا هم د کنټرول په هڅه کې یې دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د افغانستان په زیاتره ولسوالیو کې دولتي حاکمیت ټینګ دی او د ګوتو په شمېر ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

په افغانستان کې له څلورو سوو ولسوالیو څخه ډېرې يې فعالې دي، ولسوالان او قوماندانان لري او دولتي حاکمیت په کې ټینګ دی، په ټول افغانستان کې يوازې ۹ ولسوالۍ سقوط دي او له ۳۵ نه تر ۴۰ پورې ولسوالۍ تر لوړو ګواښوونو لاندې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د لانګ وار ژورنال پخپل يوه تازه راپور کې ویلي چې وسله وال طالبان د افغانستان په ۴۵ ولسوالیو کنټرول لري او يا يې هم د خپلې ولکې لاندې د راوستو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.