سرچینه: وسله وال طالبان د چورې ولسوالۍ بازار ته داخل شوي

Afghanistan,Uruzgan Afghan army 19Apr2017

د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې یوې ځايي باوري دولتي سرچینې نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، وسله وال طالبان د ۱۲بجو په شااوخوا کې د ولسوالۍ بازار ته داخل شول.

دغې دولتي باروي سرچینې نن شنبه له غرمې وروسته شااوخو۱بجه د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ له ودانې سره په ۱۰۰ مترۍ کې قرار لري او پر ودانۍ ډزې کوي.

سرچینه وايي، که اضافي سرتېري ورته ونه رسېږي، ولسوالۍ به د وسله والو طالبانو لاسته ولوېږي.

له دې سره په یادې ولسوالۍ کې د سیمو خلکو هم ازادي راډيو ته وویل چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ بازار ته ننوتي او په بازار کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د یادې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي بیا وايي چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ بازار ته داخل شوي او د ولسوالۍ له ودانې څخه په ۲۰۰ مترۍ کې شتون لري.

نوموړی وايي چې تر اوسه پورې ولایتي ادارې ورته هېڅ هم نه دي استولي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته وویل چې ملګري یې د ولسوالۍ بازار ته ننوتي او ګڼ شمېر پوستو سقوط کړی دی.

نوموړی وايي، په دغه روانه جګړه کې یې افغان سرتېرو ته درنه مرګه ژوبله هم اړولې ده.