وزیري: د پوځ په عملیاتو کې ۸۲ طالب او داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د داعش او طالبانو د څه باندې اتیا وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د هغه وزارت ویاند، جنرال دولت وزیري بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې پوځي عملیات روان دي.

جنرال دولت وزیري زیاته کړه:

"موږ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ، فاریاب، پکتیکا، غزني، کندهار، د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ، سرپل، کندز، بدخشان او ارزګان کې ښه عملیات کړي دي، په دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو تر ۸۲زیات غړي وژل شوي او لس ګونو وسله وال زخمیان شوي دي."

جنرال وزیري زیاته کړې چې په روانو عملیاتو کې وسلې او چاودېدونکي مواد هم نیول شوي دي.