مټېس: طالبان به د سولې لپاره خبرو کولو ته اړ باسوو

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې چاپ کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د دفاع وزیر ویلي، طالبان به د سولې لپاره خبرو کولو ته اړ باسوو.

په مطلب کې راغلي چې جیمز مټېس دغه خبره تېره ورځ به قطر کې کړې ده.

د مطلب لیکوال لیکي، نوموړي دغه شان ویلي چې امریکا او متحدان به یې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د امریکا د دفاع وزیر خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، افغانستان ته په خپل سفر کې یې افغان حکومت سره د امریکا د متحده ایلاتو د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

ورځپاڼې په خپل یو بل مطلب کې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، افغان حکومت غوښتنه کړې چې یو هندي جاسوس په پاکستان کې د نیول شویو ترهګرو سره تبادله شي.

په مطلب کې راغلي چې جمهور خبري اژانس د پاکستاني رسنیو په حواله خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ما ته دا خبره کړې چې موږ کولای شو هغه هندی جاسوس چې د پېښور په پوځي ښوونځي برید کې یې لاس درلود له هغه ترهګرو سره چې له تاسې سره دي تبادله کړو.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې په دې اړه په یو مطلب کې دغه ادعاوې ناسمې ګڼلې دي.

په مطلب کې راغلي چې د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه ازادي راډیو ته ویلي، موږ له پاکستان غواړو چې د دا ډول غونډو په اړه جزیات په دقیق ډول نشر کړي.

په مطلب کې د دغې موضوع د د قیقو جزئیاتو په اړه ویل شوي چې د دواړو لوریو تر منځ په کتنه کې یوازې د هغو پنځه طالبانو د تبادلې په اړه بحث شوی چې د پاکستان له لوري نیول شوي دي.

د ښاغلي قادرشاه په خبره، د هند او هندي وګړو په اړه دغه کتنه کې بحث نه دی شوی.