د خواجه اصف د وینا په اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا غبرګون

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف سره د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر د هند هېواد او هندي وګړي په اړه خبرې نه دي کړي.

د ملي امنیت شورا نن جمعه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پروني بیان په غبرګون دا څرګندونې کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه په دې اړه نن ازادي راډیو ته وویل:

"یوازې په دوه اړخېزو، درې اړخېزو او نورو اړیکو په بهبود بحث شوی دی. د هند او یا کوم بل هېواد په اتباعو باندې قطعاً بحث نه دی شوی."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سېپټمبر په ۲۱مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې کتلي و.

له دې مخکې ځینو پاکستاني او هندي رسنۍ د خواجه اصف په قول داسې راپورونه ورکړي چې په دې کتنه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پاکستان ته وړاندیز کړی چې چمتو دی د کلبوشان یادف په بدل کې یو تروریست ورسره تبادله کړي.

له دې مخکې ځینو پاکستاني او هندي رسنۍ داسې راپورونه ورکړي چې په دې کتنه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پاکستان ته وړاندیز کړی چې چمتو دی د کلبوشان یادف په بدل کې یو تروریست ورسره تبادله کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې د دغو راپورونو په ردولو سره ویلي چې ګواکې په افغانستان کې د هند له خوا د پاکستان ضد فعالیتونو ته په اشارې د بهرنیو چارو وزیر د هند د استخباراتو افسر کلبوشان یادف یادونه کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، د هند د استخباراتو افسر کلبوشان یادف یې د ۲۰۱۶ کال د مارچ په دریمه په بلوچستان ایالت کې د ترورېزم او د هند د استخباراتو لپاره د جاسوسۍ په تور نیولی دی.