دفاع وزارت: ۵۶ وسله وال مخالفین په ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، ۵۶ وسله وال مخالفین په ۲۴ ساعتونو کې د افغان پوځیانو له خوا وژل شوي دي.

دفاع وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې دا وسله وال مخالفین په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوي چې ډېره مرګژوبله مخالفینو ته د هلمند په ګرشک کې اوښتې ده.

د بیان له مخې په دې موده کې ۱۵ وسله وال مخالفین ټپيان او ۵ نور يې ژوندي نیول شوي دي.

افغان پوځیانو ته د مرګژوبلې د اوښتو په اړه دفاع وزارت څه نه دي ویلي.