بزګران: په لوګر کې د انګورو د باغونو سږني حاصلات ښه نه دي

په لوګر کې یو شمېر بڼوال وايي چې د انګورو باغونو يې مرض کړی او سږ کال يې پیداوار کم شوی دی.

بل‎خوا د لوګر د کرنې ریاست مسؤلین د انګورو نباتي ناروغي سږ کال د سړې هوا له کبله بولي او زیاتوي چې بیا هم د لوګر انګور ډېر نه دي زیانمن شوي او د نورو کلونو په پرتله يې سوداګر ډېر دي.

سږ کال په خوست، پکتیا او د هغو ولایتونو په ښارونو او د میوو په مارکیټونو کې انګور لږ او بيې لوړې دي چې سوداګر ورته له لوګره انګور راوړي.

د لوګر بڼوال یا باغ لرونکي ازادي راډیو ته وايي چې سږ کال يې انګورو یو ډول نباتي مرض کړی او پیداوار يې کم شوی دی.

د ذبیح الله په نوم د لوګر یو بڼوال وايي، حکومت بزګرانو سره لازمه مرسته نه کوي او که ويې کړي، بیا هم تخم، کیمیاوي سره یا دنباتي نارغیو درمل داسې وخت ورکوي، چې د کر او استعمال وخت يې تېر شوی وي.

نوموړي وویل:

"دا انګور خو سوداګرو ته باروو، دوی د خوست نه راځي د پکتیا د څمکنیو نه راځي او هلته يې وړي، تر اوسه د دولت له لوري موږ ته توجه نه ده شوې ، پروسږ کال يې د انګورو د مرض په خاطر دواء راکړه، خو داسې وخت يې راکړه چې موږ څخه د دواپاشۍ وخت تېر شوی وو، انګورو اوبه نیولې وې، که په هغه ټیم دواء پرې ووهې، نو انګور ټول وچوي."

د لوګر انګورو د رانیولو لپاره د خوست، پکتیا، پکتیکا، کابل او شمېر نورو سیمو سوداګر ورځي.

یو کس چې خوست ته د انګورو د وړلو کاروبار کوي وايي:

"زه د خوست نه انګورو پسې راغلی یم، د لوګر ډېر ښایسته انګور دی، موږ يې په خوست کې بیا خرڅوو، په خوست کې ښه اخېستونکي لري، خو سږ کال لږ مرض وهلی دا ممیز يې خراب شوی دی، ما دلته ۱۱ زره افغانۍ خروار اخیستی او هلته يې په خوست کې په من خرڅوو، تقریباً من يې په دوه سوه افغانۍ خرڅوو."

د لوګر د ولایتي شورا استازی ډاکټر عبدالولي وکیل وايي، د کرنې ریاست دنده دا ده چې بزګرانو سره د دوی له روزنې نیولې بیا د تخمونو تر وېش او د نباتي بیماریو تر مخنیوي پورې مرستې وکړي چې نع دي يې کړي.

د لوګر د ولایتي شورا استازی ډاکټر عبدالولي وکیل

نوموړی وايي:

"په دې برخه کې چې د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې موسمي شرایطو د انګورو محصولات کم کړي دي، دوی دې هم خپله پړه ومني، ځکه دوی باید بزګرانو او کرونده ګرو ته ورکشاپونه ورکړي، هغه موسم چې باراني وي بزګران څه وکړي، چې وچکالي وي بزګران باید خپل باغونه کوم وخت اوبه کړي، همدارنګه مضر حشرات چې د انګورو د حاصلاتو په کمولو او خرابولو کې رول لري، پدې برخه کې باید اړونده اداره بزګرانو ته کار وکړي."

بل خوا د لوګر د کرنې رئيس محمددین مومند وايي، د انګورو حاصلات د سړې هوا له کبله زیانمن شوي، خو بیا هم ډېر ندي زیانمن شوي او په بازار کې ښه بیه لري.

ده ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به بزګرانو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او هغوی ته به د نباتي ناروغیو د مخنیوي دواء درمل برابر کړي.

د لوګر د کرنې رئيس محمددین مومند

دی وايي:

"سږ کال د سوړ اقلیم په وجه یوه اندازه زموږ باغدران متضرره شول، خو بیا هم الحمدالله حاصلات ښه دي او مارکيټ يې هم ښه دی، نو موږ په راتلونکې کې پلان لرو، دوی چې په باغونو کې کوم امراض لري، بزګرانو ته به يې د مخنیوي د لارو چارو ورکشاپونه دایر کړو او په راتلونکې کال کې به د لاین سلفر د استعمال سپارښتنه به ټولو باغدارانو ته کوو."

یاده دې وي، لوګر د افغانستان د هغو ولایتونو څخه دی، چې ښه کرنیز پیداوار لري، د لوګر انګور، مڼې، زردالو او بیلابیلې ترکارۍ د خپل ښه کیفیت له کبله په افغانستان او پاکستان کې ښه بازار لري.

راپور: نجیب الله الوخېل