رحیمي: عبدالله عبدالله به هند کې "ICWA" کې وینا وکړي

په پام کې ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن هند ته د رسمي سفر په دوهمه ورځ په نوي ډیلي کې د نړیوالو مسایلو د شورا په تحقیقاتي مرکز ICWA کې وینا وکړي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې د ښاغلي عبدالله وینا به د ترورېزم پرضد د مبارزې پر اړوندو مسایلو متمرکزه وي:

"اجراییه رئیس به د ترورېزم پرضد د مبارزې لپاره د افغانستان د لویو سیاستونو او پلانونو، د ترورېزم پرضد د مبارزې په برخه کې د افغانستان او هند د ګډې همکارۍ او په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت لپاره د افغانستان د لید لوري په اړه خبرې وکړي."

د افغانستان اجرائیه رئیس پرون د یوه دوه ورځني سفر په مخه نوي ډیلي ته له ورسېد او د پانګوالو په یوه غونډه کې له ګډون وروسته یې د هند له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل.