مرستیال والي: خوست د توریزم لپاره مناسبې سیمې

که څه هم له تېلو او لاسي صنعت وروسته د عایداتو له مخې ګرځندويي یا توریزم په نړۍ کې درېیم ځای لري، خو افغانستان کې نا امنیو او د لازمو شرایطو نشتون د یاد صنعت د ډېر پرمختګ مخه نیولې ده.

یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د توریزم یا ګرځندوی د نړیوالې ورځې د لمانځنې یو شمېر ویناوالو وکړې.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني وویل، ګرځندوی او سیاحت په هېوادونو کې د اقتصاد او کلتور په ګډون په ډېرو مسائلو اغېز لري.

دده په وینا چې خوست هم سمسور طبیعت او په ځنګلونو پوښلي غرونه لري، خو سیاحانو لپاره په کې لازم شرایط نه دي برابر شوي.

ښاغلی ارګوني وویل:

"د نړۍ یو شمېر هېوادونه تر ټولو زیاته ګټه د سیاحت له صنعت څخه لاسته راوړي، په دې سره تبادل افکارو دی، د یوې ټولنې د خلکو څخه شناخت دی، دا داسې ده چې یو بهرنی کس ټکټ کوي، راځي کابل ته وايي ځم خوست ته، په خوست کې ادممد، ځاځي میدان یا موسی خېلو ته ځم، که شرایط اماده وي په نړۍ کې ډېر خلک د غرنیو سیمو او د ځنګل لرونکو سیمو د لیدلو ذوق لري."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال شااوخوا درې سوه زره بهرنیو سیلانانو لدې هېواده لیدنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر د توریزم پر وړاندې د توریزم ګواښ تر عنوان لاندې څېړنیز سیمینار کې وویل، د افغانستان طبیعي ښکلا او لرغوني ځایونه یوه پانګه ده او که د تورېزم صنعت وده وکړي، هر کال به د پنځه میلیونه په شااوخوا کې بهرني سیلانیان له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

دا په داسې حال کې دهچې دا مهال په منځني ډول په نړۍ کې یو اعشاریه دوه میلیارده انسانان ګرځندویي کوي چې هېوادونو ته یې عاید تر زر میلیارډو ډالرو اوړي.