ولسمشر په کندهار کې وروستۍ انتحاري حمله وغندله

د افغانستان ولسمشر په کندهار کې وروستۍ انتحاري حمله وغندله.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، ویل شوي چې "تروریستان د خپلې ماتې د پټولو لپاره داسې حملې کوي ځکه د مخامخ مبارزې توان نه لري."

د کندهار پر معروف ولسوالۍ په انتحاري حمله کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۱۲ غړي ووژل شول.

د جرمني خبري اژانس او اسوشیټېډ پرېس وايي چې حمله کوونکي د ملي اردو له هاموې موټره د حملې لپاره کار اخیستی و.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه دا حمله د ولسوالۍ دروازې ته مخامخ د امنیتي ساتونکو پر پوسته وشوه او د امنیتي ځواکونو څلور غړي په کې زخمیان شوي دي.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو اخېستی دی.