عبدالله عبدالله هندي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په نوي ډیلي کې د افغان، هندي او امریکايي سوداګرو ګډې غونډې ته په وینا کې چې څو شېبې مخکې یې وکړه، هندي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.

د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام چې په دې غونډه کې وو، وایي چې عبدالله د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په چارو کې نژدې اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې وبللې.

په نوي ډیلي کې په هغه نندارتون کې چې پرون پرانېستل شوی، شاوخوا دوه سوه څلویښت افغان سوداګرو؛ غالۍ، وچه میوه، تازه میوه، زعفران او ګران بییه کاڼي نندارې ته ایښي دي.

پنځه سوه هندي سوداګرو او شپیته امریکایي شرکتونو هم برخه په کې اخېستې ده. دا نندارتون به د شنبې تر ورځې پرانیستی وي.

له اجنډا سره سم اجرائیه رئیس به نن د هند له صدراعظم نریندرا مودي، د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج او یو شمېر نورو لوړ رتبه هندي چارواکو سره وګوري.

هندي رسنۍ وایي چې ټاکل شوې عبدالله له مودي سره د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې یو تفاهملیک لاسلیک کړي.

هند ته د حکومت له اجرائیه رئیس سره په دې سفر کې د کابینې یو شمېر غړي ملګري دي.