باب کورکر وایي چې د کُردستان ټولپوښتنې اندیښمن کړی دی

د امریکا د متحد ایالتونو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وایي چې د کُردستان ټولپوښتنې اندیښمن کړی دی.

باب کورکر د عراق "الحره" تلویزیون ته وویل چې د عراق بې ثباتۍ ته اندیښنه لري:

"زه دې مایوسه کړم چې ټولپوښتنه وشوه. زه نه غواړم چې د انتخاباتو په درشل کې چې راتلونکی کال په عراق کې ترسره کیږي، د بې ثباتۍ علتونه راپیدا شي."

د دې مطرح امریکایي سناتور له اندیښنې سره په یوه وخت د عراق پارلمان پرون له مرکزي حکومته وغوښتل چې کردستان ته پوځیان واستوي.

د عراق کُردانو د دوشنبې په ورځ د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وکړه چې پرون یې نتیجه راووته او نېژدې درې نوي فیصده کُردانو له دې سره موافقه وکړه چې خپلواک هېواد ولري.