اجرائیه رئیس په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم سره ګوري

ټاکل شوې ده چې نن سهار د افغانستان اجرائیه رئیس په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم سره وګوري.

له اجنډا سره سم عبدالله عبدالله باید پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان او هند ګډ نندارتون پرانیستلی وای. خو د اجرائیه رئیس سفر وځنډېده او دا نندارتون د افغانستان د تجارت او صنایع وزیر همایون رسا پرانېست.

په دې نندارتون کې شاوخوا دوه سوه څلویښت افغان سوداګرو؛ غالۍ، وچه میوه، تازه میوه، زعفران او ګران بیه کاڼي نندارې ته ایښي دي.

پنځه سوه هندي سوداګرو او شپیته امریکایي شرکتونو هم برخه په کې اخېستې ده. دا نندارتون به د شنبې تر ورځې پرانېستی وي.

د دې نندارتون ترڅنګ به نن افغان او هندي سوداګر دولس غونډې وکړي.

په دې غونډو کې به پر دې خبرې وشي چې څرنګه د هند او افغانستان ترمنځ صادارات او واردات وده کولی شي.

هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د هند صدراعظم نریندرا مودي به د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې یو تفاهم لیک لاسلیک کړي.