نیویارک بوک ریویو: څه چې پوځیان یې نه شي سمولی

نیویارک بوک ریویو ورځپاڼې د افغانستان په اړه تر دې سرلیک لاندې؛ «څه چې پوځیان یې نه شي سمولی» د مشهور پاکستاني تحلیلګر احمد رشید مقاله خپره کړې ده.

احمد رشید لیکي:

د ولسمشر جورج ډبیلو بوش او ولسمشر بارک اوباما لپاره افغانستان یوازې جنګ و، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره دا یوازې هغه جنګ دی چې ده نه غوښتل په کې ښکېل شي.

د ورځپاڼې پر اساس ښاغلي ټرمپ له پیله نه غوښتل چې افغانستان ته نور امریکايي پوځیان ولېږي، خو له واک ته رسېدو ۸ میاشتې وروسته یې پرېکړه وکړه.

د نیویارک بوک ریویو ورځپاڼې د لیکوال په باور ولسمشر ټرمپ وهڅول شو چې افغانستان ته ۳۹۰۰ سرتېري واستوي.

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره کوم مهالوېش نه دی ټاکل شوی او دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جنګ د بوش او اوباما د دورو په پرتله زیات پېچلی شوی دی.

د ورځپاڼې اشاره دې ته ده چې اوس په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ داعش او نورې ډلې هم پیدا شوي دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې ترڅنګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې دې مسئلې ته اشاره وکړه، ویې ویل چې په افغانستان کې ۲۰ وسله والې سختدریځې ډلې فعالې دي.

په نیویارک بوک ریویو ورځپاڼې کې احمد رشید همدا راز د افغانستان ستونزو ته په اشارې لیکلي:

دا هېواد له یو شمېر کورنیو ګواښونو سره چې په زیاتېدو دي، مخامخ دی؛ لکه تروریستي حملې، د طالبانو لاس ته د سیمو لوېدل، اقتصادي سقوط، فساد او داخلي سیاسي کړکېچ چې جګړه مار او قومپال سیاستوال یې د ولسمشر اشرف غني حکومت له ستونزو سره مخامخوي.

د احمد رشید په باور تر دغو ټولو ستر ګواښ سیمه ییز دی ځکه چې د امریکايي جنرالانو، لوېدیځو ډیپلوماټانو او افغان چارواکو په وینا چې له ده سره یې خبرې کړي، لږ تر لږه د افغانستان درې څنګلوري هېوادونه پاکستان، ایران او روسیه اوس د طالبانو ملاتړ کوي.

خو داسې ښکاري چې په واشنګټن کې چارواکي له دغو تهدیدونو زیات خبر نه دي.

د بریتانیا چاپ مېل ورځپاڼې د افغانستان د یوازینۍ والۍ د لېرې کېدو او پرځای یې د یوه نارینه د ټاکنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

مېل ورځپاڼه وايي، چارواکو وویل چې د دایکندي والۍ معصومه مرادي له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه چې والۍ وګومارل شوه، د مذهبي محافظه کارانو او سیاسي مخالفینو له سخت مخالفت سره مخامخ وه.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویندویې مُنیرې یوسفزاده وویل، دا خبره تائیدوي چې مېرمن مرادي د دایکندي له ولایته لېرې شوې ده.

هغې د مېرمن مرادي د لېرې کېدو دلیل ونه وایه.

ورځپاڼه وايي چې مېرمن مرادي د ولسمشر غني له لوري ټاکل شوې وه خو مخکې تر دې چې دا دایکندي ته لاړه شي، پر ضد اعتراضونه وشول.