د ارزګان د سولې شورا او قومي مشرانو په ګډه د سولې هڅې پيل کړي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي او قومي مشران وايي، نور له جګړې ستړي شوي او غواړي چې نور په خپلو سیمو کې هغه مرور وروڼه چې د افغان دولت په خلاف يې وسله پورته کړې راپخلا کړي او د سولې له فروسې سره یې یو ځای کړي.

په دغه غونډه کې د ارزګان د سولې د عالي شورا نوي رئیس محمد نعیم حیدري وویل چې په سوله کې قومي مشران مثبت رول لوبولاشي او هڅه به وکړي چې د قومي مشرانو په مرسته وسله وال مخالفین راپخلا کړي.

محمد نعیم حیدري

ښاغلي حیدري وویل:

"موږ نن ورځ ځکه له قومې مشرانو سره غونډه وکړه چې څنګه کولای شو چې موږ په ارزګان ولایت کې دغه وینه توی یونه بنده کړو او څنګ کولای شو چې له مرور وروڼو سره خبري وکړو، وروسته بنو بیا وسله والو طالبانو ته د دغه قومې مشرانو جرګې استوو."

ښاغلي حیدري داهم وویل چې په ارزګان ولایت کې جګړه بهرنۍ نه ده بلکې د قومونو ترمنځ ده نو ځکه یې د قومي مشرانو په مټ د سولې هڅې پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ارزګان ولایت کې یوه اوونۍ وړاندې د سولې د عالي شورا رئیس او دوه نور کارکوونکي له دندې لېري شول.

په ورته وخت کې بیا د ارزګان قومې مشران د سولې د عالي شور د مسؤلینو د دغه اقدام ستاینه کوي او د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.

دغه قومي مشرانو وویل چې دغه روانې جګړې ترې هرڅه اخیستي او نور ورته د منلو وړنه ده او په خبره چې په دغه برخه کې ولسي خلک هم تر شا ولاړ دي.

دوی دغه راز په دولت کې پر یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم تور پور کړ چې د دوی ظلم او زیاتي زیات شمېر ځوانان دې ته اړکړي چې د دولت پر ضد وسله پورته کړي.

د یادو قومې مشرانو له ډلې محمد قیسم پوپل او عبدالباري باور داسې وویل:

"موږ قومې مشران نور پر قرار نه کېنو او هڅه کوو چې په ارزګان ولایت کې نوره دغه روانه جګړه پای ته ورسوو، ځکه د دغې روانې جګړې ډېری زیان ملکې خلکو ته رسېږي:

نو موږ ځو په خپل کلي او بانډو کې هغه ځوانان چې د دولت پر ضد ولاړ دي هغه پخلا کوه او ورته وايو چې وروره ته جګړه له چاه سره کوي، ستا د دغې جګړې ډېری زیان خو ملکې خلکو ته رسېږي."

د یادونې وړده چې دا په تېرو څو کلونو کې په ارزګان ولایت کې لومړی ګام دی چې د سولې دغه د روند بار ته قومې مشرانو ټټر وهلی او ژمنې يې وکړي چې نور په دغه ولایت کې جګړه دروي.

راپور:شریف الله شرافت