جېمز مټېس او ینس سټولټنبرګ په یو ناڅابي سفر کابل ته رسیدلي

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن په یو ناڅابي سفر کابل ته رسیدلی دی او هلته یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره کتلي او لا هم دغلته په لیدنو کتنو بوخت دی.

ولسمشر اشرف غني د دې دوو لودیځو چارواکو سره نن په کابل په یوې ګډې خبرې غونډه کې د ناټو له نورو غړو هېوادونو هم وغوښتل چې افغانستان ته سرتیري واستوي:

"اوس چې د افغانستان په اړه د امریکا او ناټو ستراتیژي روښانه شوې او جنرال مټېس پریکړه کړې چې افغانستان ته تازه دمي کومکي ځواکونه واستوي. هیلمن یم چې د ناټو نور غړي هېوادونه به هم د ناټو د عمومي منشي او همدارنګه په افغانستان کې د ناټو د قوماندان جنرال نیکلسن هغه وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په اړه ده. "

ویل کېږي چې په کابل کې د امریکا د دفاع د وزیر او د ناټو د عمومي منشي دا لیدنې کتنې تر ډېره په افغانستان کې د امریکا د هغې نوې ستراتیژۍ پر عملي کولو متمرکزې دي چې ولسمشر ټرمپ تېره میاشت اعلان کړه.

د ولسمشر ټرمپ د پلان له مخې امريکا افغانستان ته تر ٣٠٠٠ زيات اضافي سرتېري لېږي.

ښاغلي مټېس تر دې مخکې په هندوستان کې د افغانستان پر وضعيت له هندي چارواکو سره خبرې وکړې.