ولسمشر غني یو ځل بیا له پاکستان سره پر سولې ټينګار وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوځلې بیا له پاکستان سره د سولې پر مسئلې ټينګار وکړ.

ولسمشر غني نن په کابل کې د امريکا دفاع وزير جيمز متېس او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره په ګډ خبرې کنفرانس کې په دې اړه وویل:

"موږ دوو محورو کې د سولې مسئله تعقیبوو، یو له پاکستان سره سوله چې د دولتونو له لارې به ترلاسه شي او بله برخه بین الافغاني سوله ده چې نن ورځ ټولو ته ثابته شوې ده هیڅوک نشي کولی د جګړې له لارې پر افغانانو خپلې غوښتنې ومني."

په دې کنفرانس کې د امريکا دفاع وزير جيمز متېس او د ناټو سرمنشي ينس سټولتنبرګ هم له بین الافغاني سولې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دواړه مشران په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو اوونۍ مخکې افغانستان ته د اضافي پوځيانو د لېږلو ژمنه وکړه.