چارواکي: کابل کې هوايي ډګرته څېرمه حمله د ۳ بریدګرو په وژلو پای وموند

افغان چارواکي وايي، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه حمله د درېیو حمله کوونکو د وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې چې د حامد کرزي هوایي ډګر د برید په نتیجه کې، ۱۱ عام خلک ټپیان شوي او یوه مېرمن وژل شوې ده.

د کورنیو چار وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس سیمه تر بشپړ کنټرول لاندې ده او عام خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دانش زیاته کړه:

"عملیات څو شېبې وړاندې خلاص شول او سیمه تصفیه شوې، تلاشۍ ترسره شوې، هغه درې تروریستان چې یوه استوګنځي ته ننوتي وو له منځه لاړل او د وسله والو له لوري د درېیو توغول شوېو راکټونو بریدونو له کبله ۱۱ کسان ټپیان شوي او یوه مېرمن شهیده شوې ده."

د حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر برید د سهار پر یولس نیمو بجو پیل شوه او د ورځې تر ناوخته یې دوام وکړ.

په ورته وخت کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې له یوه کور څخه پر هوايي ډګر ډزې کیدې او دوی هم د ویرې له کبله له کورونو ووتل.

څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې له کوره راووتم عسکرو نه پریښودم ویل یې کورته لاړ شه، د مرمیو اوازونه وو ماشومان ویریدل او ژړل یې، کورته دننه شوم او بیا د ملي اردو ځواکونه راغلل او نښانونه یې هغه کور ته نیولي وو او له کوره لوګې پورته کېدل.

-هدف یې معلوم وه چې د بهرنیانو کمپ او د حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر و صرف هدف یې همدا وو."

دا حمله په داسې حال کې تر سره کېږي چې امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن په یو ناڅابي سفر کابل ته راغلل.

د یادونې وړ ده چې دغو بریدونو مسؤلیت داعش ډلې او وسله والو طالبانو منلي.

راپور: سباوون کاکړ​

  • پخواني معلومات:

د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د ډله ییز وسله وال برید په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځانګړي ځواکونه سېمه کې دي او له دغو بریدګرو سره په جګړه کې دي او پر وړاندې یې لا هم عملیات روان دي.

دانش زیاته کړه:

"عملیات لا هم روان دي، ځانګړي ځواکونه شته او دغه کور یې محاصره کړی دی خو تر اوسه د دغو عملیاتو د پای ته رسېدو دقیق وخت په اړه څه نشم ویلی او وروسته به روښانه شي چې په دغه ډله ییزه حمله کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

خو یو شمېر امنیتي سرچینو بیا ازادي راډيو ته ویلي چې په سېمه کې جګړه روانه او بریدګرو د یوه کور ځيني غړي یرغمل نیولي دي.

بریدګر له غرمې وړاندې یوه کور ته ننوتلي او له هغه ځایه پر حامد کرزي هوايي ډګر او نورو دولتي تأسیساتو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کوي.

دا مهال هوايي ډګر ته غځېدلې لارې د امنیتي چارواکو له خوا تړل شوي او له هوايي ډګره پروازونه هم ځنډېدلي دي.

له دې سره هم مهاله د کابل له پلچرخي سیمې څو توغندي هم هوايي ډګر ته څېرمه لګیدلي چې د امنیتي چارواکو په وینا یو توغندۍ په یو کور لګیدلی او د یوې مېرمنې په ګډون ۵ کسان ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو مسؤلیت داعش ډلې او وسله والو طالبانو منلې.

  • پخواني معلومات:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د توغندیز برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل، نن له غرمې مخکې د کابل پر نړیوال هوایي ډګر کې د توغندیز برید پر مهال یوه توغندۍ په یوه کور لګېدلی دی.

نوموړي وويل چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند سېمه کې د یوې کورنې پنځه غړي په دغه برید کې ټپیان شوي دي.

ښاغلي دانش وایي، په ټپیانو کې د یوې ښخې روغتیایي حالت نازک دی.

داعش وسله والې ډلې او طالبانو دواړو په کابل کې د نننیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخېستی دی.

  • پخواني معلومات:

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه ډله ییز وسله وال برید روان دی.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې بریدګر یوه کور ته ننوتلي او له هغه ځایه پر حامد کرزي هوايي ډګر او نورو دولتي تأسیساتو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې پېښه ومنله او ویې ویل چې دا مهال سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"درېیو وسله والو مخالفینو له پوځي یونیفرمه په ګټې اخېستنې د کابل د نهمې حوزې له مربوطاتو قلعه میر عباس کې له یوې کرايي ودانۍ څخه په هوايي ډګر ډزې کوي او دا مهال امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د مخالفینو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل شوي دي."

نوموړي وویل چې له دې سره هم‌مهاله د کابل له پلچرخي سیمې څو توغندي هم هوايي ډګر ته څېرمه لګیدلي چې په وینا يې یو توغندۍ په یو کور لګیدلی او د یوې مېرمنې په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، هوايي ډګر ته غځېدلې لارې امنیتي چارواکو تړلي او له هوايي دګره پروازونه هم ځنډېدلي دي.

د برید مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات:

په پلازمینه کابل کې د نړېوال هوايي ډګر ته څېرمه توغندي لګېدلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې دغه توغندي نن له غرمې وړاندې په ۱۱ بجو هوايي ډګر ته څېرمه لګیدلي خو په وینا يي چې تلفات نه لري.

دانش زیاته کړه:

"له نېکه مرغه دغه برید تلفات او زیانونه نه دي اړولي او پروازونه په نورمال ډول دوام لري او په میدان کې هېڅ ډول ځنډ نه دی رامنځ ته شوی."

تر اوسه کوم چا یا ډلې د برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخېستی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې اړه پلټنې پیل شوي ترڅو معلوم کړي چې دغه توغندي له کومې خوا راغلي دي.